ځايي سرچینې وایي چې په ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې یو طالب جنګیالی وژل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۵مه، وویل چې دا نښته تیره ورځ ناوخته د ډېورند کرښې په اوږدو کې د ګوشتې ولسوالۍ په «انارګي» سیمه کې شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، یو طالب جنګیالی چې شهاب الدین نومېده او د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، د پاکستاني ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
تر اوسه د دې نښتې لامل نه دی څرګند شوی.
سرچینې وایي چې دا نښته شاوخوا نیم ساعت روانه وه.
په دې نښته کې د پاکستاني پوځیانو د احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نشته.
په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.
اړوندې لیکنې :
- کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو
- امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي
- هلمند کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي
- ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی
- د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته