روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۰۶
: 4

یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر «یوناما» له ښځو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله به د ښځو حقونو له رسمیت‌پېژندنې پرته په «نړیوال ډګر» کې ځای ونه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر «یوناما» له ښځو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله به د ښځو حقونو له رسمیت‌پېژندنې پرته په «نړیوال ډګر» کې ځای ونه لري.

یوناما دا موضوع سه‌شنبه د تلې پر ۳مه په اېکس‌پاڼه کې یوې خپره کړې بیانیه کې مطرح کړې ده.

په بیانیه کې راغلي دي: «د لوستو او کارګرو ښځو او همداراز د نیمايي نفوس د حقونو او ازادۍ له رسمیت‌پېژندنې پرته، افغانستان به هېڅکله په نړیوال ډګر کې خپل مناسب ځای ترلاسه نه کړي.»

تېره ورځ (دوشنبه، تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د دغه سازمان په ځانګړې غونډه کې ویلي و چې طالبان باید سملاسي د نجونو او ښځو پر وړاندې ځپونکي قوانین لغوه کړي.

د ګوترېس په وینا، تر هغو چې طالبان له جنسیتي تبعیضه لاس وانه خلي، نړیواله ټولنه به یې ونه مني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي و چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو «ځپونکي سیاستونه» د بشري حقونو له کنوانسیونونو او قوانینو څخه سرغړونه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر د نوي قانون له توشیح وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x