روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۵
: 4

په لغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله اووه کسانو ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینې وايي چې د کابل-جلال‌‌اباد پر لویه لار لغمان ته څېرمه د «بکسې» او «مارسډیس» موټرو د ټکر په ترڅ کې اووه کسانو ژوند بایللی او ۳۳ نور ټپیان دي.

سرچینې وايي چې د کابل-جلال‌‌اباد پر لویه لار لغمان ته څېرمه د «بکسې» او «مارسډیس» موټرو د ټکر په ترڅ کې اووه کسانو ژوند بایللی او ۳۳ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، دا پېښه یک‌شنبه د تلې پر لومړۍ نېټه له غرمې وروسته د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په «کاکڅ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په لومړیو کې د دې پېښې په ترڅ کې یو کس ژوند بایللی او ۳۹ نور ټپیان شوي؛ خو د ننګرهار د ولايتي روغتون ویلي چې د پېښې له ۳۹ ټپيانو څخه شپږ يې دغه روغتون ته تر لېږد وروسته مړه شوي دي.

د دې پېښې د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

يوه اوونۍ مخکې هم د کابل-جلال اباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله د يوې ښځې او یو ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x