روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۴۶
: 4

امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اختلافونو پر دوام اسلام‌ آباد بې‌طرفي اختيار کړې او ډاډ يې ورکړی چې له واشنګټن او بېجينګ سره به يې اړيکې د شريکو ګټو په چوکاټ کې د متقابل احترام د اصل پر اساس دوام ولري.

د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اختلافونو پر دوام اسلام‌ آباد بې‌طرفي اختيار کړې او ډاډ يې ورکړی چې له واشنګټن او بېجينګ سره به يې اړيکې د شريکو ګټو په چوکاټ کې د متقابل احترام د اصل پر اساس دوام ولري.
خو تازه د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان بس د واشنټګن او اسلام‌ آباد پر اړيکو سربېره د افغانستان په ګډون د سيمې پر امنيتي او سياسي وضعيت د بحث لپاره پاکستان ته رسېدلی.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، جان بس د خپلو ليدنو په لړ کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير او د دې هېواد د پوځ له لوی درستز سره د شريکو مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر سياسي او امنيتي وضعيت غږېدلی.
دواړو لوریو له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره له مبارزې سربېره په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ پر اهمیت هم ټینګار کړی.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې د لوېديځ لمنه نیولې او هڅه یې کړې چې له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

د دوی په باور، پاکستان لا هم په سیمه کې د لوېدیځ لپاره د اطلاعاتو ټولونې اصلي مرجع ده.

بله خوا، ځېنې نور بیا وايي، افغانستان لاهم د امریکا لپاره مهم دی او هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو يې په اړه مالومات ترلاسه کړي او په دې توګه په افغانستان او سيمه کې خپل سياسي او پوځي نفوذ ته دوام ورکړي.

امریکا په دې وروستیو کې د چین په هغو کمپنیو بندیز ولګاوه چې د پاکستان بالستیک توغندیو په جوړولو کې یې همکاري لرله.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستيال داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې خیبرپښتونخوا او بلوچستان له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

امريکايي چارواکي د پاکستاني طالبانو تحریک پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د سیمې لپاره ګواښ ګڼلی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د دې وزارت مرستيال به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دواړو هېوادونو ته پر متوجې امنیتي ګواښونو هم خبرې وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x