روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۲
: 4

ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړ شوی دی.

ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړ شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر ورځ جمعه، ۳۰ د وري، مازدیګر مهال د سره رود ولسوالۍ اړوند «موي مبارک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې په یاده سیمه کې یو طالب په فیلډر موټر د عمرګل په نوم یو کس وهلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په خبره یاد طالب قومندان په اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اوسمهال په سره رود ولسوالۍ کې د یوې پوستې قومندان دی.

په همدې حال کې د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په سره رود ولسوالۍ کې یو کس فیلډر موټر وهلی او مړ شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده له دې څو اوونۍ وړاندې هم د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې یو ماشوم د طالبانو موټر وهلی او مړ شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x