روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۷
: 4

د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرې‌اترې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په اسلام‌اباد کې د تاجکستان سفیر یوسف شریف‌زاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د تاجکستان سفیر یوسف شریف‌زاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

خاور میانه خبري اژانس جمعه د وږي پر ۳۰مه راپور ورکړی چې په دې خبرو کې بېلابېل په ځانګړې توګه امنیتي موضوعات مطرح شوي دي.

دې دوو چارواکو زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت اغېز کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر د دوشنبه او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د هوايي چلن د امنیت په برخه کې تخنیکي همکاري د دې خبرو بله موضوع ده.

په افغانستان کې د بېلابېلو پوځي ډلو زیاتوالی د ګاونډیو هېوادونو ګډه اندېښنه بلل کېږي.

تر دې مخکې پاکستاني او تاجکستاني چارواکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د فعالیتونو د پراخېدو په هکله اندېښنه ښودلې وه.

څو ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي و چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته لا هم په هېواد کې وضعيت بې ثباته دى.

د اکرم د څرګندونو پر بنسټ، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې ترټولو ستر «ترهګریز سازمان» دی چې د طالبانو په بشپړ ملاتړ سره د ده د هېواد پر پرځیانو بریدونه پلانوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x