روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 4
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۷
: 4

د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د حج او اوقافو وزارت معین عزیز الرحمان منصور چې په تهران کې د وحدت اسلامي کانفرانس پر مهال د ایران ملي سرود ته نه و ولاړ شوی، د ایران له خلګو بښنه غوښتې. په عین مهال کې ایراني رسنیو د دې موضوع په تړاو په تهران کې د طالبانو د سفر د احضارېدو خبر ورکړی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت معین عزیز الرحمان منصور چې په تهران کې د وحدت اسلامي کانفرانس پر مهال د ایران ملي سرود ته نه و ولاړ شوی، د ایران له خلګو بښنه غوښتې. په عین مهال کې ایراني رسنیو د دې موضوع په تړاو په تهران کې د طالبانو د سفر د احضارېدو خبر ورکړی.

عزیز الرحمان منصور په هغه ویډیو کې چې نن جمعه، ۳۰ د وږي، په ایراني رسنیو کې خپره شوې، وايي: «په کانفرانس کې زما کېناستل زموږ له عرف سره سم و، موږ چې کله په وطن کې ترانه وایو، نو ناست یو، ما پر هغه [عرف] عمل وکړ.»

منصور د ایران حکومت د طالبانو «ملګری» بللی او زیاتوي چې «کمی» یې نه غواړي. ده همدا راز ويلي چې «کوم کسان چې ځورېدلي، بښنه ترې غواړي.»

عزیز الرحمان منصور د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د «عرفان او ديني اماکنو د چارو د تنظیم» معین دی.

دی چې د «نړیوال اسلامي وحدت د کانفرانس» لپاره تهران ته تللی، پرون د ایران د ملي سرود د ږغېدو پر مهال له ځایه ولاړ نشو. دې چلند د ایراني چارواکو غوسه راپارولې.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په تهران کې د غونډې پر مهال د ایران ملي سرود ته د طالب چارواکي نه ولاړېدل ډيپلوماټیکو اصولو ته نه درناوی بللی و.

ده پر ایکس ليکلي: «د شریعت له مخې د موسیقي د غږولو ممنوعیت بانه کول او د ډیپلوماټیکو اصولو نه درناوی کومه معنا او مصداق نه لري، که څه هم په دې کې استماع شامله وي.»

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چارواکي له بښنې غوښتلو سره هممهاله ایراني چارواکو په تهران کې د دې ډلې د سفیر د احضارېدو خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري اژانس ليکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د دویمې ادارې رییس د طالبانو د سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د ایرنا په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ادارې رییس په دې غونډه کې دا اقدام غندلی او له دې سره-سره یې «د ډیپلوماټیک عرف خلاف» بللی او د ایران د اسلامي جمهوریت شدید اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

ایرنا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له خولې ليکلي چې د هیوادونو ملي سردونو ته درناوی یو منل شوی نړیوال چلند دی، «له دې سره-سره د افغانستان (د طالبانو) د رالېږل شوي استازي چلند د اسلامي وحدت په کانفرانس کې له عالي مشترکو موخو سره اړخ نه لګوي».

د ایرنا په خبر کې ویل شوي چې د طالبانو د سفارت سرپرست د دې ډلې د چارواکي عمل شخصي بللی دی.

د طالبانو حکومت او د دې ډلې چارواکو تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه دې ويلي.

د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان په پېښور کې هم د طالبانو سرقونسل د ورته عمل له مخې د پاکستان د ملي سرود د ږغېدو پر مهال هغه ته ولاړ نشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ډیپلوماټ دا اقدام د پاکستان ملي سرود ته «بې احترامي» او د ډیپلوماټیکو موازینو مخالفت بلللی او ویلي يې دې چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او په کابل کې د دې ډلې چارواکو ته یې خپل اعتراض رسولی دی.

په پېښور کې د طالبانو قونسلګري د پاکستان په ملي سرود کې د «موسیقۍ» موجودیت د دې اقدام لامل بللی دی.
طالبان د موسقي اورېدل او غږول حرام بولي.
دې ډلې د افغانستان ملي سرود هم بند کړی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ملي سرود نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x