روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۴۶
: 2

د طالبانو ولایتي ویاندویانو ته: د امنیتي مسایلو په تړاو له رسنیو سره مه غږېږئ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي معینیت مشر، رحمت‌الله نړیوال وايي، د دغې ډلې د سیمه‌ییزو ادارو ویاندویان حق نه لري چې له رسنیو سره د امنیتي مسایلو په تړاو وغږېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي معینیت مشر، رحمت‌الله نړیوال وايي، د دغې ډلې د سیمه‌ییزو ادارو ویاندویان حق نه لري چې له رسنیو سره د امنیتي مسایلو په تړاو وغږېږي.

نړیوال دا څرګندونې دوشنبه د وږي پر ۲۶مه، د ولايتونو د وياندویانو او د دغې ډلې د نشراتو مسوولانو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې چې په هرات کې جوړه شوې وه، کړې دي.

د هغه په وینا د طالبانو ولایتي ویاندویان حق نه لري چې امنیتي موضوعات، محرمانه مسایل او هغه موضوعات چې د دغې ډلې ګټې په خطر کې اچوي، له رسنیو سره شریک کړي.

یاد طالب چارواکي ټینګار کړی چې ویاندویان باید خبریالانو ته د ځواب ویلو پرمهال د دغې ډلې پالیسي په نظر کې ونیسي.

ورته مهال، په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي ویلي چې دا ډله باید د «شایعاتو، کلتوري یرغل او د لوېدیځو رسنیو د منفي تبلیغاتو» پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

طالبان هغو جلاوطنه رسنیو ته چې د دغې ډلې د پالیسۍ خلاف نشرات کوي او د ټولنې عیني واقعیتونه انعکاسوي، لوېديځې رسنۍ وايي.

دغې ډلې په هېواد کې واک ته تر رسېدو وروسته، پر خبریالانو او رسنیو شدید بندیزونه لګولي دي.

اطلاعاتو ته د خبریالانو نه‌لاسرسی د دوی پر وړاندې لویې ننکونې رامنځته کړي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو غایب مشر ملا هیبت‌الله اخندزاده امر کړی و چې له دې وروسته د دغې ډلې د مرکزي ویاندویانو پرته بل هېڅوک حق نه لري څو د طالبانو له ادرسه نظر ورکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x