په پاکستان کې سرچینې وايي چې ناڅرګندو کسانو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتولي دي.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۵مه ویلي چې په تښتول شویو کې پنځه ماشومان او یوه ښځه ده.
د دغې کورنۍ یوه غړي ویلي چې دا کسان د تېرې اوونۍ پر چهارشنبه تښتول شوي دي.
نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي چې د کورنۍ غړو په موندلو کې یې مرسته وکړي او اختطاف کوونکي ونیسي.
پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېری هېوادوال د اقتصادي او امنیتي ننګونو لامله پاکستان او ایران ته تللي دي.
په دغو هېوادونو کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.