روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۲
: 1

ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له یوناما سره د طالبانو د نه‌همکارۍ د وروستیو څرګندونو په دوام، د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک وايي چې دا سازمان په افغانستان کې د دغې ډلې په ګډون له ټولو خواوو سره تعامل ته دوام ورکوي.

له یوناما سره د طالبانو د نه‌همکارۍ د وروستیو څرګندونو په دوام، د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک وايي چې دا سازمان په افغانستان کې د دغې ډلې په ګډون له ټولو خواوو سره تعامل ته دوام ورکوي.

دوجاریک دا څرګندونې جمعه د وږي پر ۹مه په نیویارک کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.

دوجاریک ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: «زما په اند، په افغانستان کې د ښځو حضور د کموالي په تړاو زمونږ پرېکړه ډېره روښانه ده.»

د ملګرو ملتونو وياند په وينا، دا سازمان به د امنيت شورا د حکم پر بنسټ په هېواد کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو یاد چارواکي څرګنده کړې: «موږ تل د امنیت شورا له حکمونو سره سم مخته تللي یو او وایو چې بې پلوه او له ښه نیت سره د ملګرو ملتونو له چلندونو ملاتړ او د بشري حقونو او برابرۍ پیغامونه وړاندې کوو.»

نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیک تعامل لپاره نورې لارې پرانېزي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وکړ چې نور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له دفتر سره همکاري نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x