روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۸

د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې نږدې ۱۰ کسان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله، اسرائیلي ځواکونو چهارشنبه د اګست پر ۲۸مه د لویدیځې غاړې په جنین، تولکرم او ځینو نورو سیمو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه کړې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په لويدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږترلږه ۹ ملکي فلسطینیان وژل شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله، اسرائیلي ځواکونو چهارشنبه د اګست پر ۲۸مه د لویدیځې غاړې په جنین، تولکرم او ځینو نورو سیمو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه کړې دي.

دا پر لودیځه غاړه د اسرائیلي ځواکونو پراخ بریدونه ګڼل کېږي.

اسرائیلي ځواکونو د دې بریدونو موخه د حماس ځواکونو ځپل بللي؛ خو د رسنیو د راپورونو په حواله د دې بریدونو قربانیان ملکيان دي.

حماس او ملګرو ډلو یې په جلا ویناپاڼو کې د لویدیځې غاړې په ځينو سیمو کې د اسرائيلي ځواکونو پر وړاندې د ځینو بریدونو د ترسراوي خبر ورکړی دی.

اسرائیلي ځواکونو ادعا کړې چې په لویدیځه غاړه کې یې د حماس لږ تر لږه درې غړي وژلي دي.

بل پلو، د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د جنین مرکزي روغتون کلابند کړی دی.

په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی داسې مهال زور اخیستی چې د یهودي مېشتو ښارګوټو اوسېدونکو په وروستیو میاشتو کې پرلپسې پر فلسطینیانو بریدونه کړې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت د شمېرو په حواله، د غزې د جګړې له پېله تر دا مهاله په لویدیځه غاړه او د بیت‌المقدس په لویدیځ کې څه باندې ۶۶۰ جنګیالي او ملکي فلسطینیان او دغه راز، ۳۰ اسرائیلیان وژل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x