د ننګرهار طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د طاللبانو امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالبصير زابلی وايي چې دا نښته یکشنبه د وږي پر ۴مه په بټيکوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
د زابلي په خبره، د رحيمالله او عربشاه د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې چې په ترڅ کې يې رحيمالله وژل شوى او عربشاه او زوى يې ټپيان دي.
هغه زياته کړې چې په دې نښته کې د ښکېلو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې کورنۍ شخړې او جنايي پېښې په بې ساري ډول ډېرې شوې دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه کروندګر په ډزو ووژل.