د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د چهارباغ کلي اوسېدونکی پهلوان نجم الدین له مقاومت سره د همکارۍ په تور د خوست ولسوالۍ په مرکز «دوابي بازار» کې نیول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ، د زمري ٣١مه، رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پهلوان نجمالدین خپل کور ته څېرمه په چهارباغ کلي کې د اوړو يو ماشين درلود او له جمهوري رياست د ړنګېدو راهيسې د ماشين په کار بوخت دى. خو طالبانو هغه د خوست په بغلان کې د ملي مقاومت د جبهې له قوماندان بريالي سنګين سره د همکارۍ په تور نيولی.
په بغلان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اړوندې لیکنې :
- شمال ختیځد طالبانو په رژیم کې؛ په بغلان کې له بېغورۍ څخه په بدخشان کې تر جبر پورې
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- په کندهار او بغلان کې ټرافيکي پېښو درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړي
- د ملي مقاومت جبهه: په هرات کې مو په دوو جلا بریدونو کې درې طالب جنګیالي ووژل
- د مقاومت شورا: طالبان د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟