روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۹
: 1

د پوهنې ریاستونه دې خپله ۱۹۰ زره بودیجه د زمري ۲۴مې لمانځنې ته ورکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د پوهنې وزارت د پوهنې ریاستونو ته امر کړی چې خپله ۱۹۰ زره بودجه دې پر افغانستان د دغې ډلې واک ته د رسېدو د درېیمې کلیزې د لمانځنې لپاره ولګوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د پوهنې ریاستونو ته امر کړی چې خپله ۱۹۰ زره بودجه دې پر افغانستان د دغې ډلې واک ته د رسېدو د درېیمې کلیزې د لمانځنې لپاره ولګوي.

دا مکتوب دوشنبه د زمري پر ۲۲مه په کابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري د دغه ښار د پوهنې ریاستونو ته لېږل شوی او په منځ‌پانګه کې یې د ولایتونو د پوهنې ریاستونه هم شاملېږي.

په دغه مکتوب کې راغلي: «د هر ولایت د پوهنې ریاست تر ۱۹۰ زره افغانیو لګښت کولای شي. دا پیسې د پوهنې وزارت له لوري اسنادو له وړاندې کولو وروسته ورکول کېږي.»

طالبانو په دغه مکتوب کې د ولایتونو د پوهنې له خپلو رئیسانو غوښتي، د زمري ۲۴مه چې پر افغانستان د دغې ډلې واک ته د رسېدو درېیمه کلیزه ده، د قرانکریم ختمونو او ترانو سره په شانداره توګه ولمانځي.

د دغه مکتوب پر بنسټ، یوازې د طالبانو د پوهنې وزارت د زمري د ۲۴مې د نمانځنې لپاره تر شپږ میلیونه زیاتو افغانیو لګښت کړی دی.

دا امر په داسې حال کې صادرېږي چې د هېواد له نیمايي زیات نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دې ترڅنګ په ډېریو ولایتونو کې د ښوونځیو زده‌کوونکي د کتابونو او ټولګیو له کمښت سره مخ دي.

د یادونې ده چې طالبانو په کابل او ولایتونو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي اړ کړي چې پر هېواد د دغې ډلې د واک ته رسېدو د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x