روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۴۸
: 1

هلمندکې دطالبانوغړی دیوې کورنۍ غړي وهلي او ډبولي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : هلمند کې ځایي سرچیني وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو یو غړي د یوې کورنۍ څلور غړي وهلي او ډبولي دي.

هلمند کې ځایي سرچیني وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو یو غړي د یوې کورنۍ څلور غړي وهلي او ډبولي دي.

په دې ولایت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن پنجشنبه، ۱۸ د زمري، د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو یو غړی د ماشومانو د شخړې پر سر د خپل ګاونډي کور ته داخل شوی او د یادې کورنۍ درې تنه نارینه او یوه ښځه یې وهلي او ډبولي دي.

په همدې حال کې د محب الله په نوم د دې کورنۍ یو غړي چې په وینو ککړ عکس یې فیسبوک ته پورته کړی لیکلي دي، چې د طالبانو یو غړی د ماشومانو د جنجال له کبله د دوی کورته ته داخل شوی او نوموړي ترڅنګ یې د ده مور او دوه ورونه ورته په چړې وهلي دي.

هغه د طالبانو حکومت ته د یاد طالب څخه شکایت کړی، خو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x