د طالبانو د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماټانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې کابل ته دې سفر وکړي.
نوموړي طالب چارواکي یکشنبه د زمري پر ۱۴مه په دوحه کې له یو شمېر ډیپلوماټانو سره لیدنه کړې ده.
مولوي کبير د افغانستان لپاره د امريکا، جرمني، بریټانیا، کاناډا، سوېلي کوريا، فرانسې او اسټرالیا د سفارتونو له شارژدافيرانو څخه غوښتي چې په کابل کې دې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.
د یادونې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد طالب ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
یو شمېر لوېدیځ او اروپايي هېوادونه د طالبانو رسمیت پېژندنه په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت او د یوه ټولګډوني حکومت په جوړولو پورې تړلې بولي.