لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېر جمهوري حکومت د محلي پولیسو دوه سرتیري نیولي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د ګل پاچا او ګل نبي په نومونو دغه نظامیان تېره ورځ شنبه، ١٣ د زمري، د طالبانو استخباراتو له لوري په دولت شاه ولسوالۍ کې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، یاد سرتیري د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او نږدې یوه اوونۍ مخکې له ایران څخه کور ته راستانه شوي وو، چې طالبانو نیولي او اوس مهال په زندان کې دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره د پخوانیو پوځیانو نیول زیات شوي او زیاتره یې د ژوند خوندیتوب لپاره ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.
که څه هم طالبانو په لومړي سر کې عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو لاهم د تېر حکومت کارکوونکي او خاص ډول نظامیان ځان خوندي نه احساسوي.
اړوندې لیکنې :
- د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم مړ شوی نه دی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- په پنجشیر کې د طالبانو جنایتونه
- په اروپايي هېوادونو کې د طالبانو د ډلې غونډه
- د طالبانو پر وړاندې ویجاړونکي ستونزې
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟