د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا وايي چې طالبان د هېواد د سياسي استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.
دغې شورا جمعه د زمري پر۱۲مه په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د پرېکړو د بې اعتباره بللو په اړه د طالبانو دریځ چورلټ نامعتبر او نه عملي کېدونکی بللی دی.
د مقاومت شورا له ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو غوښتي چې له ځنډ پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیک استازولیو فعالیتونه خپلسري او بې اعتباره وبلل.
د ملي مقاومت شورا څرګنده کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیرانو شورا باید سفیرانو او د سیاسي استازولیو سرپرستانو ته خبرداری ورکړي چې له طالبانو سره تعامل جرم او ناوړه ګټه اخیستنه ده.
دغه شورا له کوربه حکومتونو هم غوښتي چې په بهر کې د افغان ډیپلوماټانو ډیپلوماټیک مصوونیت ته دوام ورکړي او د هغو ډیپلوماټانو ډیپلوماټیک خوندیتوب دې لغوه کړي چې له طالبانو سره همکاري کوي.
د مقاومت د شورا په وینا، طالبان د ۲۰ ترهګرو ډلو د ملاتړ د چتر په توګه عمل کوي او له دې ډلې سره تعامل اروپايي ټولنې ته امنیتي خطر پېښوي.
دا اعلامیه په داسې حال کې صادرېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څلور ورځې وړاندې په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولۍ فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل او له دغه وزارت سره یې د هغو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه.
اړوندې لیکنې :
- د ملي مقاومت جبهه: په هرات کې مو په دوو جلا بریدونو کې درې طالب جنګیالي ووژل
- طالبانو په بغلان کې یو بزګر د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی
- مقاومت جبهې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار
- طالبان ولې د افغانستان له ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې نه شي ساتلی؟
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران