د واشنګټن په غونډه کې د ناټو غړو په دغه سازمان کې د اوکراین د راتلونکي غړیتوب ژمنه وکړه او له دغه هېواد سره یې لا زیاتو مرستو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
د ناټو ۷۵مه سرمشریزه چهارشنبه د جولای پر ۱۰مه، په واشنګټن کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ناټو ۳۲ غړو له اوکراینه خپل ملاتړ اعلان کړ او له هغه سره یې پر لا زیاتو مرستو ټینګار وکړ.
د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د اوکراین ملاتړ د دغه سازمان په ګټه دی.
ناټو له دغه پوځي تړون سره د اوکراین د یوځای کېدو لپاره مشخص مهالوېش نه دی ټاکلی.
په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به له اوکراین سره ۴۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.
کیېف هم د ناټو د غړو هیوادونو لخوا د ۴۰ میلیارده یورو د مرستې د اعلان هرکلی کړی دی.
پر اوکراین د روسیې برید د ناټو د غونډې د اجنډا په سر کې و او د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د دغه پوځي تړون ټولو غړو مسکو د ناټو غړو هېوادونو ته «تر ټولو مهم ګواښ» بللی دی.