روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۵۷
: 1

فیلپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلپو ګرانډي د دغه هېواد د لومړي‌وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار سره د افغان کډوالو د ستونزو په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلپو ګرانډي د دغه هېواد د لومړي‌وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار سره د افغان کډوالو د ستونزو په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د چنګاښ پر ۱۸مه په خپله اېکس‌پاڼه کې د یو پوسټ په خپرېدو سره د دې لیدنې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زیاتوي چې ګرانډي د افغان کډوالو د وضعیت په هکله خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان سږکال د هغو پناه‌غوښتونکو د ایستلو دویم پړاو چې ډېری یې افغانان دي، پېل کړی دی.

له پاکستانه هره ورځ زیات شمېر افغان کډوال هېواد ته دننه کېږي.

د نړیوالو سازمانونو د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه اسنادلرونکي کډوال، ۱.۳ میلیونه د ثبت کارټ‌لرونکي او شاوخوا ۸۸۰ زره د لنډمهالې استوګنې کارټ‌لرونکي، ژوند کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x