روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۸

پکتیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پکتیا کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کیدو په پیښه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

پکتیا کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کیدو په پیښه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې ځايي سرچينو وایی، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ یکشنبه، ۱۷ د چنګاښ/ سرطان، د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند «زرکونه کنډو» سیمه کې د یو پیکپ موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، په دې پیښه کې يوه ښځه مړه شوې او د موټر چلوونکي په ګډون څلور نور سپاره کسان ټپيان دي.

د يادې پېښې او ټپيانو په تړاو نور جزيات نه دي ورکړل شوي او نه هم د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه ويلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پیښو کچه لوړه شوې چې تر ډیره یې لامل بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x