روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۴۶
: 1

په هند کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله اووه کسانو ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د هند رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په سورت ښار کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ د نړېدو له کبله اووه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هند رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په سورت ښار کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ د نړېدو له کبله اووه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پیښه شنبه د جولای پر ۶مه له غرمې وروسته د هند لوېدیځ ګجرات ایالت په سورت ښار کې رامنځته شوې ده.
د دغه ایالت د پولیسو یو چارواکي راجېش پرمار رسنیو ته ویلي، دا پېښه د څو ورځو له پرلپسې ورښتونو وروسته شوې او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د هغه په خبره، داسې انګېرل کېږي چې تر ډېر نور کسان هم تر خاورو لاندې شوي وي.
نوموړي زیاته کړې چې د ټولو قربانيانو هويت معلوم شوى او زياتره يې د نساجۍ په صنعت کې بوخت کاریګران دي.
په راپور کې ویل شوي، دا ودانۍ شاوخوا اته کاله پخوانۍ وه چې په کې د نساجي کاریګران او د هغوی کورنۍ په کرایه شويو اپارتمانونو کې اوسېدل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه د هند په اترپردېش ایالت کې د مذهبي مراسمو پرمهال ګڼې‌ګوڼې ۱۰۵ کسان مړه او ۸۴ نور یې ټپیان کړل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x