په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې په پایله کې د دغې ډلې یو وسلهوال وژل شوی او درې نور دي.
سرچینې سېشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه، منلې چې دا نښته د تېرې ورځې له غرمې وروسته د تخار ولايت په چاهاب ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ په ودانۍ کې شوې ده.
تر اوسه د دې نښتې لامل نه دی څرګند، خو سرچینه زیاتوي چې د چاهاب ولسوالۍ د مرکز ټولي قومندان مولوي برهانالدین بدخشي او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان قومندان خپلو کې ونښتل.
د ځايي سرچينې په خبره، په دې پېښه کې وژل شوی طالب او نور ټپيان د برهانالدين بدخشي اړوند کسان دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته کومه نوې خبره نه ده.
د دغې ډلې جنګیالیو څو ځله د کورنیو او قومي اختلافاتو له کبله یو بل ته مرګژوبله اړولې ده.
تېر کال هم د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د دوو ډلو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې یو وسلهوال وژل شوی او پنځه نور ټپیان وو.