روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۷

له زده‌کړې د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ «د افغان نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شئ»

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د نجونو د رسمي زده‌کړو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو سره جوخت د «زده‌کړې نه ځنډول کېږي» (ECW) په نوم یوه بنسټ د دې محرومیت د یادونې لپاره د افغان نجونو غږ کمپاین پېل کړی دی.دغه بنسټ چې په بیړني وضعیت کې د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال وجهي صندوق په توګه فعالیت کوي، جمعه د غبرګولي پر ۲۵مه له زده‌کړې څخه د بې برخې نجونو د ملاتړ کمپاین پېل کړی او ویلي یې دي چې نن ورځ ټولې نړۍ کې خلک په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت شاهدان دي.

د نجونو د رسمي زده‌کړو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو سره جوخت د «زده‌کړې نه ځنډول کېږي» (ECW) په نوم یوه بنسټ د دې محرومیت د یادونې لپاره د افغان نجونو غږ کمپاین پېل کړی دی.دغه بنسټ چې په بیړني وضعیت کې د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال وجهي صندوق په توګه فعالیت کوي، جمعه د غبرګولي پر ۲۵مه له زده‌کړې څخه د بې برخې نجونو د ملاتړ کمپاین پېل کړی او ویلي یې دي چې نن ورځ ټولې نړۍ کې خلک په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت شاهدان دي.

نوموړي بنسټ په خپله وېب‌پاڼه کې ليکلي: «۱۰۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له ورتګ راګرځول شوې دي. نن ورځ ټولې نړۍ کې خلک په افغانستان کې خلک د ماشومانو او نجونو د ناوړه وضعیت شاهدان دي.»

دغه بنسټ ویلي چې د بشري حقونو د مخکښو فعالانو له خوا به له زده‌کړو د محرومو افغان نجونو د غږ کمپاین دویم پړاو ترسره کړي چې په کې به د افغان نجونو د ځواک او وړتیا یادونه وشي.

دا کمپاین په داسې حال کې پېلېږي چې ۱۰۰۰ ورځې کېږي له شپږم ټولګې پورته افغان نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي. همداراز له ۶۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې پوهنتونونه د ټولو نجونو پر مخ بند دي.

د طالبانو دغې پرېکړې ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو دغې ډلې ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x