روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۷

له سېلاب وېره؛ د سمنګان ولايت له دوو ولسواليو د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان تښتېدلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د سمنګان ولایت په ځینو سیمو کې له وروستیو سېلابونو وروسته سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د خرم سارباغ او روی دواب ولسوالیو ولسوالان، د استخباراتو رئیس او امنیه قوماندان له خپلو دفترونو تښتېدلي دي.سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۸مه ورځپاڼې ته ویلي چې په دې دوو ولسوالیو کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان له څو ورځو راهیسې خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي.

د سمنګان ولایت په ځینو سیمو کې له وروستیو سېلابونو وروسته سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د خرم سارباغ او روی دواب ولسوالیو ولسوالان، د استخباراتو رئیس او امنیه قوماندان له خپلو دفترونو تښتېدلي دي.

سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۸مه ورځپاڼې ته ویلي چې په دې دوو ولسوالیو کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان له څو ورځو راهیسې خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي.

د سرچينو په خبره، د وروستيو سېلابونو له کبله د خرم سارباغ او روى دواب ولسواليو لارې ويجاړې شوي؛ خو د طالبانو سيمه‌ييز مسوولان له دې ولسوالیو څخه د بغلان او بامیان له لارې تښتېدلي دي.

په دې ولسواليو کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولانو د سیمې خلکو ته د لارو د پرانېستلو امر کړی دی.

بل خوا سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د لارو د بندېدو له کبله په يادو ولسواليو کې د خامو توکو بيې تر پخوا «څلور برابره» لوړې شوې دي.

له خرم، سارباغ او روی دواب ولسوالیو څخه د طالبانو د سیمه‌ییزو مسوولانو تېښته د سیمې د نورو طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د طالبانو اړوند د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي خپل سیمه‌ییز مسوولان په بې غورۍ تورنوي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو اوونيو کې بارانونو او سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې ویلي چې د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې نېټې پورې په هېواد کې سېلابونو ۲۱ تنه مړه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x