روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۴۵

په هرات کې زوی خپل پلار وژلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو زلمي خپل پلار وژلی دی.سرچینو یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه ویلي چې دا هلک بلال نومېږي او ۱۷ کلن دی.

په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو زلمي خپل پلار وژلی دی.

سرچینو یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه ویلي چې دا هلک بلال نومېږي او ۱۷ کلن دی.

د سرچینو په وینا، بلال پرون د کرخ ولسوالۍ په نصراباد کلي کې له بامه پر خپل پلار ډبره غورځولې.

که څه هم تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي نه دي؛ خو ځينو سرچینو د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بللې او د تورن د نیول کېدو پخلی یې هم کړی دی.

څه موده وړاندې هم یو ځوان د غور په تیورې ولسوالۍ کې خپل پلار وژلی و.

د یادونې ده چې پرون په هرات کې یو کس خپلې دوه مېرمنې وژلې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x