روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۸

مجاهد: داعش ډله په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال رامنځته شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال رامنځته او پیاوړې شوه.مجاهد دا څرګندونې شنبه د غبرګولي پر ۵مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.نوموړي ادعا کړې، داعش ډله په افغانستان کې هغه مهال پیدا شوه چې په وینا یې، په دغه هېواد کې امریکايي‌ ځواکونه وو او ټینګار کوي چې اوس یې دغه ډله له «زوال» سره مخ کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال رامنځته او پیاوړې شوه.

مجاهد دا څرګندونې شنبه د غبرګولي پر ۵مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ادعا کړې، داعش ډله په افغانستان کې هغه مهال پیدا شوه چې په وینا یې، په دغه هېواد کې امریکايي‌ ځواکونه وو او ټینګار کوي چې اوس یې دغه ډله له «زوال» سره مخ کړې ده.

بل پلوه، مجاهد د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او ښه ده چې امریکا دا درک کړه او په لوړ غږ اعتراف کوي.»

نوموړي زیاته کړې: «متحد یوو، افغانستان یو متحد قوم او ملت دی، دسیسو او اشغالونو د دې ملت اتحاد له منځه نه دی وړی.»

له دې وړاندې د نړۍ ځينو هېوادونو په افغانستان کې د داعش له شتون او پیاوړي کېدو اندېښنه ښودلی ده.

څو ورځې مخکې داعش په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو د شوي وسله‌وال برید مسوولیت ومانه.

دغه راز، د امریکا مرکزي قوماندانۍ پخواني رییس جنرال کنت فرانک مک‌کنزي هم خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څانګه غواړي د امریکا ګټې په نښه کړي.

پر دې سربېره، د امریکا ولسمشر جو بایډن د کینیا له ولسمشر سره په یوې ګډې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان د «امپراتوریو هدیره» ده او د دې امکان چې څوک دې افغانستان یو موټی کړي، خورا کم دی.

د بایډن دغو څرګندونو ته په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x