په هرات کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.
سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دا پېښه پرون د هرات کرخ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
روغتیايي سرچینې وايي چې د دغو دوو مېرمنو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
بل پلوه، سرچینې زیاتوي چې دغه کس له لفظي شخړې او کورنیو ستونزو وروسته خپلې مېرمنې وژلې دي.
په هرات کې ځايي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د تېر کال په تلې میاشت کې د بادغیس قادس ولسوالۍ اړوند په «حاجي قربانها» سیمه کې هم یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې.
اړوندې لیکنې :
- په فاریاب کې یو طالب جنګیالی د خپلې مېرمنې له خوا وژل شوی
- «ترکش ایرلاین» کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیاتې امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي
- په ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن وژلې
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې