روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۸

قطري او سویډني چارواکو د افغانستان په هکله خبرې‌اترې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د قطر د نړۍوالو همکاریو د دولت وزیرې لولوه الخاطر او د سویډن د نړۍوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر یوهان فورسل د افغانستان په هکله خبرې‌اترې کړې دي.د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه شنبه د غبرګولي پر ۵مه د ترسره شوې ده.

د قطر د نړۍوالو همکاریو د دولت وزیرې لولوه الخاطر او د سویډن د نړۍوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر یوهان فورسل د افغانستان په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه شنبه د غبرګولي پر ۵مه د ترسره شوې ده.

هغې زیاته کړې ده: «موږ د غزې، افغانستان او اوکراین په هکله ګټورې او دا چې څنګه کولای شو د بشردوستانه مرستو او پراختیا د ملاتړ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو، خبرې‌اترې وکړې.»

لولوه الخاطر د قطر دولت د اوسنۍ کابینې دویمه ښځینه غړې او په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو ملاتړې ده.

هغې تر دې دمخه له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په لیدنو کې څو ځلې د افغان نجونو پر حق چې زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري ټینګار کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x