روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

طالبان: اسرائیل د سیمې د بې ثباتۍ لامل دی او اسلامي هېوادونه باید د فلسطین ولس د ازادۍ لپاره سملاسي اقدام وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په غزه کې د جګړې د بندښت لپاره د دوو هېوادونو د حل د پياوړتيا په موخه د ایرلنډ، ناروې او اسپانیا له خوا د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د رسميت پېژندنې پراخ هرکلى شوى دى.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جمعه د غبرګولي پر ۴مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسميت پېژندنې په موخه د دغو درېیو اروپايي هېوادونو اقدام یو مثبت ګام دی او د دې هرکلی کوي.

په غزه کې د جګړې د بندښت لپاره د دوو هېوادونو د حل د پياوړتيا په موخه د ایرلنډ، ناروې او اسپانیا له خوا د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د رسميت پېژندنې پراخ هرکلى شوى دى.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جمعه د غبرګولي پر ۴مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسميت پېژندنې په موخه د دغو درېیو اروپايي هېوادونو اقدام یو مثبت ګام دی او د دې هرکلی کوي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، اسرائیل په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل دی او اسلامي هېوادونه باید د فلسطین د خلکو د ازادۍ په موخه د اوسني ناورین پر وړاندې سملاسي اقدامات ترسره کړي.

دغې ډلې همداراز اسرائیل په جنګي جرمونو، نسل وژنې او د «ډیموګرافیک بدلون/ جمعیتي بدلون» لپاره په هڅو تورن کړی دی.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې د ناروې، اسپانیا او ایرلنډ دولتونو اعلان کړی چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د دوو هېوادونو د حل د پیاوړتیا لپاره فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

د درېیو اروپايي هېوادونو دا ګام چې فلسطینیانو ته سیاسي امتیاز ګڼل کېږي، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.

د ویلو ده چې دا اعلامیه په تهران کې د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د ملا عبدالغني برادر او اميرخان متقي په ګډون د طالبانو د پلاوي تر ليدنې يوه ورځ وروسته خپره شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x