روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۴۶
: 2

ډبلیواېف‌پي: که د اړتیا وړ بودیجه برابره نه شي په افغانستان کې به د وږو کسانو شمېر زیات شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې میلیونونو خلکو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي او د دغه بهیر د دوام لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري.نوموړي سازمان جمعه د غبرګولي پر ۴مه د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې د هېواد له خلکو سره د شویو مرستو د اندازې په هکله خپل نوی راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷.۲ میلیونه کسانو سره د خوراکي او نغدو پیسو مرسته شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې میلیونونو خلکو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي او د دغه بهیر د دوام لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي سازمان جمعه د غبرګولي پر ۴مه د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې د هېواد له خلکو سره د شویو مرستو د اندازې په هکله خپل نوی راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷.۲ میلیونه کسانو سره د خوراکي او نغدو پیسو مرسته شوې ده.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې له هرو درېیو څخه یو یې وږي دی او که د اړتیا وړ بودجه ورته برابره نه شي، په افغانستان کې به د وږو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیات شي.

دغه بنسټ ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره (له مې څخه تر اکټوبر پورې) افغانستان د روان کال د ژمي د پوښښ لپاره ۶۰۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړي سازمان په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو مالي ملاتړان یاد کړي چې امریکا متحده ایالات، انګلستان، سویډن، سویلي کوریا او په کاناډا، اسټرالیا، فنلنډ او جاپان کې یوشمېر خصوصي بنسټونه دي.

ورته مهال، ډبلیواېف‌پي یادونه کړې چې د سازمان کار او معیشت د رامنځته کولو پروګرام له خلکو، په ځانګړې توګه ښځو سره د اوسني ناورین پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کړې ده.

دا سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د مرستو د کمښت له امله لږترلږه ۱۰ میلیونه اړمن کسان د مرستو د ترلاسه کوونکو له لېست څخه وباسل.

د خوړو نړۍوال پروګرام د روان کال لومړیو کې په افغانستان کې د خپلو بشري فعالیتونو د دوام لپاره د ۱.۹۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x