روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۵

د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر: د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترهګر د ودې په حال کې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د قرغزستان د ملي امنیت مشر کامچي بېک تاشییف یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ د د زیاتوالي ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تاشییف جمعه د غبرګولي پر ۴مه د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د ډله‌ییز امنیتي تړون خپلواکو هېوادونو په ناسته کې ویلي چې ترهګریز سازمانونه او ملاتړکوونکي یې په ټوله نړۍ کې له ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو څخه د ګټې اخیستنې په هڅه کې دي.

د قرغزستان د ملي امنیت مشر کامچي بېک تاشییف یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ د د زیاتوالي ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تاشییف جمعه د غبرګولي پر ۴مه د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د ډله‌ییز امنیتي تړون خپلواکو هېوادونو په ناسته کې ویلي چې ترهګریز سازمانونه او ملاتړکوونکي یې په ټوله نړۍ کې له ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو څخه د ګټې اخیستنې په هڅه کې دي.

نوموړي قرغزي چارواکي وویل: «د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی څو د سي‌ای‌اېس هېوادونو د سویلي مرزونو بشپړتیا ته ګواښ پېښ کړي.»

ورته مهال، نوموړي په دې هکله نور جزییات چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کومې ترهګرې ډلې وده کوي، ور نه کړل.

د ډله‌ییز امنیت د تړون غړو هېوادونو په وار وار له افغانستانه د ترهګرۍ د زیاتوالي ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.

دغو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د راکمېدو لپاره باید د مخنیوي تدابیر ونیول شي.

دوه ورځې دمخه په قزاقستان کې د شانګهای ناستې غړو هم په افغانستان کې د یو ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو او له دغه هېواده د ترهګرۍ له ګواښ سره پر مبارزې ټینګار کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x