روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۸

تسینم: عبدالغني برادر او متقي د ابراهیم رییسي په جنازه کې ګډون کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سیدابراهیم رییسی او نورو ایراني چارواکو په جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته ځي.نوموړي خبري اژانس سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې له دغو دوو طالب چارواکو سره یو پلاوی هم ایران ته سفر کوي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سیدابراهیم رییسی او نورو ایراني چارواکو په جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته ځي.

نوموړي خبري اژانس سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې له دغو دوو طالب چارواکو سره یو پلاوی هم ایران ته سفر کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلي نه دی.

د یادونې ده چې د ایران ولسمشر ابراهيم رییسي، بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان او يو شمېر نور چارواکي د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شول.

د راپورونو په حواله، دا چارواکي به را روانه پنجشنبه په مشهد کې خښ کړل شي.

پرون امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا کې د دغه هېواد د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر رول ارزښتاک بللی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x