روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۵

ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) ویلي چې په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي.یوناما دوشنبه د غويي پر ۳۱مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دغو سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) ویلي چې په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي.

یوناما دوشنبه د غويي پر ۳۱مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دغو سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي.

د یوناما بشري چارو مرستیال اندریکا راټوات بغلان څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې بدخشان، بغلان او تخار کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو وړاندې کولو لپاره استول شوې دي.

اندریکا راټوات ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې تراوسه د ۱۵ زرو سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول اغېزمن شوي.

دغه بنسټ د افغانستان په ځينو شمال‌ختیځو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو په تړاو یو راپور کې لیکلي چې په دې سېلابونو کې نارینه‌وو په عمومي ودانیو لکه جوماتونو کې پناه اخیستې وه.

د دغه راپور پر بنسټ، دمګړۍ د سېلاب ځپلو بېړنۍ اړتیاوې سرپناه، مالي او نغدي مرستې، خوراکي او ناخوارکي توکي او روغتیايي چوپړونه دي.

د یادونې ده چې د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستیو خونړیو سېلابونو په پاېله کې څه باندې ۳۱۰ کسان مړه شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x