روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۳

د کابل-جلال‌اباد پر لويه لاره په يوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په لغمان کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په يوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.دا پېښه یک‌شنبه د غويي پر ۳۰مه د قرغیو ولسوالۍ په «خیروخېلو» سیمه کې شوې ده.

په لغمان کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په يوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.

دا پېښه یک‌شنبه د غويي پر ۳۰مه د قرغیو ولسوالۍ په «خیروخېلو» سیمه کې شوې ده.

د لغمان د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند محمديونس يوسفزي ویلي چې د دې پېښې څلور قربانيان د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي زده‌کړیالان دي.

د هغه په ​​خبره، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې يو چټک‌ځغلونکي موټر له يو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x