روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۳

طالبان: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته پورته شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو شوي وسله‌وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی.د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۲۹مه په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې په دې برید کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان وژل شوي دي.

 د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو شوي وسله‌وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی.

د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۲۹مه په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې په دې برید کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان وژل شوي دي.

د قانع په خبره، په دې پېښه کې څلور بهرني سېلانیان او درې افغانان ټپيان دي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي.

نوموړي یادونه کړې چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د پېښې په تړاو د یو ټپي په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.

د یادونې ده چې پرون مازیګر د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سېلانیانو او ملګرو یې وسله‌وال برید وشو.

د راپورونو په حواله، درې وژل شوي د اسپانیې اوسېدونکي دي.

تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې یا چا منلې نه ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x