روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۵۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۵۹

یونیسف: افغان ماشومان له ډېرو کړاوونو سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې افغان ماشومان ګڼ کړاوونه زغمي.

یونیسف شنبه د غويي پر ۲۹مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې سېلابونه د ماشومانو په ګډون خلکو ته د سر زیان ترڅنګ درانه زیانونه اړوي.

دغه بنسټ زیاته کړې: «موږ له ټولو زیانمنو سره خواخوږي ښېیو.»

یونیسف یادونه کړې چې له ټولنو د ملاتړ لپاره د مرستو په اوډون بوخت دی.

له دې وړاندې یونیسف ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو ۵۱ ماشومان مړه کړي.

اخوا په غور کې طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان مړه کړي او ځینې لادرکه دي.

څرګنده نه ده چې په غور کې د پرونیو سېلابونو له کبله څو ماشومان مړه شوي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې سبا (یکشنبه) ښایي د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې نور بارانونه هم وشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x