روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۸

متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو ټولو ادارو او په افغانستان کې مېشت نړیوالو بنسټونو سره په ګډه یې په کابل کې غونډه کړې ده.دغه وزارت پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر اړتیاوو، د طالبانو پر لومړیتوبونو، په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا پر شویو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو ټولو ادارو او په افغانستان کې مېشت نړیوالو بنسټونو سره په ګډه یې په کابل کې غونډه کړې ده.

دغه وزارت پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر اړتیاوو، د طالبانو پر لومړیتوبونو، په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا پر شویو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې اترې شوې دي.

په دې ناسته کې امیرخان متقي په لنډمهال کې مرستو ته د افغانستان اړتیاوو ته په اشارې ویلي: «له نړیوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړینه ده چې د مرستو نوعیت او د وېش بڼه د افغانستان خلکو له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سمه برابره شي.»

متقي د ناستې ګډونوالو ته په خبرو کې ویلي چې هڅه کوي افغانستان له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودروي؛ خو په وینا یې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسوول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي په نننۍ ناسته کې ویلي چې ملګري ملتونه پر دې کار کوي، څو د مرستو نوعيت د بشري مرستو ترڅنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.‌

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د نړیوالو مرستو پر برابرولو ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سرې میاشتو ټولنو په افغانستان کې مخ خرابېدونکي بشري وضعیت ته په کتو د مرستو د مدیریت په بهیر کې د بېړنۍ بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو راوروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو پرمختیايي‌ پروژې درېدلې او نړیوالې مرستې تر ډېره یوازې پر بشري برخو متمرکزې دي.

باید وویل شي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي او ملګرو ملتونو د روان کال تر اپریل میاشت

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x