روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۰

روسیې او چین امریکا او ناټو ته په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو په تړاو خبرداری ورکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د چین او روسیې مشرانو په یوې ګډې ویناپاڼه کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پوځي بنسټونو له جوړولو لاس واخلي.د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چینايي سیال یې شي جېن پېنګ پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه ویلي چې امریکا او ناټو د «افغانستان ۲۰ کلن اشغال» مسوول دي او په افغانستان کې دې د پوځي بنسټونو جوړولو هڅه نه کوي.

د چین او روسیې مشرانو په یوې ګډې ویناپاڼه کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پوځي بنسټونو له جوړولو لاس واخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چینايي سیال یې شي جېن پېنګ پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه ویلي چې امریکا او ناټو د «افغانستان ۲۰ کلن اشغال» مسوول دي او په افغانستان کې دې د پوځي بنسټونو جوړولو هڅه نه کوي.

دواړو هېوادونو په دې ګډه ویناپاڼه کې «په دوه اړخیزه کچه او څو اړخیزو پلېټفارمونو کې د افغانستان په اړه د شریکانو د اړیکو پر پیاوړتیا» ټينګار کړی دی.

د دغو دوو هېوادونو مشرانو ویلي چې د دې تګلارې موخه به «له افغانستان سره مرسته وکړي چې یو خپلواک، بې‌پرې، یو موټی، سوله‌ییز، له اورپکۍ او مخدره توکو پاک او له خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي.»

پوتین او شي د افغانستان پر بیارغونې ټينګار کړی چې له اقتصادي او ټولنیزو ننګونو کړېږي.

هغوی د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو پر خوشې کېدو هم ټينګار کړی دی.

دا ویناپاڼه داسې مهال خپره شوې چې د روسیې په ګډون د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو څو وارې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو لپاره هڅې کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x