د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په ناروې کې د خپل او یو شمېر افغان فعالانو ترمنځ د دوه ورځنۍ ناستې د جوړېدو خبر ورکړی.
دا ناسته سېشنبه د غويي پر ۲۵مه په اوسلو کې د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې په کوربهتوب جوړه شوې وه.
ریچارډ بېنټ په ناروې کې د هېواد د مدني ټولنې له غړو سره خپلې ناستې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې د ښځو له فعالانو څخه یې الهام اخیستی دی.
ورته مهال د بشري حقونو څېړنېزه ټولنه وايي، ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د ځوابورکونې پروسې او پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړې د چاپېریال د اغېزو په تړاو خبرېاترې کړې دي.
که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په هکله څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي چې دغې ناستې ته یو شمېر طالب چارواکي هم بلل شوي وو.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو اوسلو ته د طالب استازو د بلنې او له هغوی سره د خبرو په غبرګون کې پرون د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته لاریون وکړ.
دوی ویلي چې طالبان یوه «ترهګره» ډله ده او د نړۍ هېوادونه باید له دې ډلې سره خبرېاترې ونه کړي او په رسمیت یې ونه پېژني.
اړوندې لیکنې :
- ریچارډ بېنټ د یو مدني فعال د مړینې په اړه د څېړنې غوښتونکی شو
- ریچارډ بېنټ: د طالبانو د مسیر بدلولو لپاره باید یوه لار ومومو
- مجاهد د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه بللې
- په افغانستان کې ځپونکي سېلابونه؛ ریچارډ بېنټ له سېلابځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه
- ناروې په رسمي توګه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژانده
- د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: د دې وخت رارسېدلی چې طالب مشران محاکمه شي