په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» کان د استخراج د کار د پيلېدو خبر ورکړی دی.
د دغه کان د استخراج چارې د یکشنبې په ورځ د غويي پر ۲۳مه پیل شوې دي.
په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عبدالقدوس نعماني وايي، د کوه صافي ولسوالۍ د «تاتاري» په کان کې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
د دغه کان د استخراج تړون د طالبانو لخوا یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی.
د طالبانو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په پروان ولایت کې د ګران بیه ډبرو ۴۱ کانونه شته چې د څلورو یې د استخراج چارې پیل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د ځمکې لاندې سرچینو د را اېستنې او استخراج په برخه کې ګڼ تړونونه لاسليک کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې د دغې ډلې له لوري د کانونو تړونونه زیات شوي دي او د قانون د تشې او د قانوني بنسټونو لخوا د څارنې په نشتوالي کې د تړونونو لاسلیک کېدو د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د ازادۍ جبهه وایي، چې په پروان ولایت کې یې درې تنه طالبان وژلي دي
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟
- د ابن سینا له کالي سره د طالبانو مخالفت
- ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ۱۳ غړي مو ووژل
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟