د افغانستان د ملی مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې د دې جبهې په دوو جلا بریدونو کې درې طالبان وژل شوی دی.
د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د هرات ولایت د تولک ولسوالۍ په «کلور» سیمه کې د دغې جبهې د ځواکونو لخوا د غلچکي برید په ترڅ کې یو طالب جنګیالی ووژل شو.
د خبرپاڼې له مخې، وژل شوی کس د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي عبدالرحمن یو ساتونکی و.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لخوا دویم برید هم د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.
د دغه بريد په پایله کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې بريدونه زيات شوي دي.
دغې جبهې د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په شپه هم ادعا وکړه چې په کابل ښار کې یې پر طالبانو په دوو جلا بریدونو کې د دغې ډلې درې تنه جنګیالي وژلي دي.
اړوندې لیکنې :
- د مقاومت جبهې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو ادعا کړې
- ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ۱۳ غړي مو ووژل
- تکل: له پاکستانه پر هېوادونو د بریدونو احتمال شته
- کابل ته د ازبکستان د صدراعظم سفر؛ طالب چارواکو سره يې بېلابېلو برخو کې هوکړې لاسليک کړي
- په هرات کې د سنې تعصب بیا را ژوندي کیدل؟
- په هرات کې د سنې تعصب بیا را ژوندي کیدل؟