د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ستوري او د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان ویلي چې په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کوي.
راشدخان شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله فیسبوکپاڼه کې د دې مرستې اعلان کړی دی.
نوموړي لیکلي چې دا مرستې به یې د مرستندویه بنسټ له خوا پر اړمنو وېشل کېږي.
راشدخان زیاته کړې: «موږ به هره ورځ زر سېلاب ځپلو کورنیو ته پاخه شوي خواړه او غذا چمتو کوو او دا به د ۱۵ ورځو لپاره دوام ولري.»
نوموړي پر نورو هېوادوالو هم غږ کړی چې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر میرویس عزیزي هم له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.
په بغلان کې ولسي سرچینې بیا وايي چې یوازې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د مړو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- میرویس عزیزي له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
- طالبان: په بغلان کې مو له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او ځينو نورو توکو مرسته وکړه
- اوچا: ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۷.۵ میلیون ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده
- روسیې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته د چمتوالي خبر ورکړی
- اردوغان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې
- روغتیا نړیوال سازمان د غور پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشري مرستې ووېشلې