د تخار سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په فرخار، چال او کلفګان ولسوالیو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې سېلابونو جمعه د غويي پر ۲۱مه ۹ کسان مړه او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سېلاب له کبله د سيمې د اوسېدونکو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.
د بغلان، بدخشان، غور او هرات ولايتونه هم د ځپونکو سېلابونو شاهدان دي.
که څه هم تراوسه په ټول هېواد کې د سېلابونو له کبله د اوښتې مرګژوبلې او زيانونو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې؛ خو په بغلان کې د طالبانو سيمهييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او برکه ولسوالۍ کې سېلابونو تر ٥٠ زياتو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
اړوندې لیکنې :
- په جوزجان کې ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي
- طالبان: په هېواد کې د سېلابونو له کبله ۷۰ کسان مړه شوي
- په پاکستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۱۵۶ کسان مړه کړي
- طالبان: په هېواد کې وروستیو سېلابونو ۲۱ کسان مړه کړي
- طالبان: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي
- ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي