روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۳
: 2

پاکستان له افغانستان او اذربایجان سره د «ترجیحي» سوداګرۍ پیل ته د چمتووالي خبر ورکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان او اذربایجان سره د «ترجیحي سوداګرۍ» په هکله د خبرواترو او بیاکتنې لپاره د اسلام‌اباد د چمتووالي خبر ورکړی دی.د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، شریف دا څرګندونې جمعه د غويي پر ۲۱مه د پاکستان د کابینې په «اقتصادي غونډه» کې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان او اذربایجان سره د «ترجیحي سوداګرۍ» په هکله د خبرواترو او بیاکتنې لپاره د اسلام‌اباد د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، شریف دا څرګندونې جمعه د غويي پر ۲۱مه د پاکستان د کابینې په «اقتصادي غونډه» کې کړې دي.

هغه ویلي چې له اذربایجان، افغانستان او نورو ګټه اخیستونکو هېوادونو سره د ترجیحي سوداګریزو تړونونو په هکله رایه‌اچونه روانه ده.

پاکستاني چارواکو په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

پر دې سربېره په دې غونډه کې له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ پر «دقیقې څارنې» هم ټینګار شوی دی.

تر دې دمخه طالبانو ویلي و چې دوی په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره په سوداګریزو خبرواترو کې هوکړې ته رسېدلي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د توکو لېږدرالېږد اسان شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x