په بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې وايي چې تر اوسه په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.
ځايي سرچينو شنبه د غويي پر ۲۲مه غرمه مهال ورځپاڼې ته وویل چې د تېرې ورځې سېلاب له کبله تر اوسه د بغلان په مرکز او برکه ولسوالۍ کې له ۲۱۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د برکې ولسوالۍ يو قومي مشر محمدنسيم وويل چې د دغه سېلاب په پايله کې د دې ولسوالۍ په «فلول» سيمه کې تر دوه زرو ډېر کورونه او څو کلي ويجاړ شوي دي.
د هغه په خبره، پرون د سېلاب له کبله د «فلول» په سيمه کې ډېرو کورنيو د خپلې کورنۍ له اتو څخه تر ١٢ پورې غړي له لاسه ورکړي دي.
هغه زياته کړه، تر اوسه د دغې طبيعي پېښې د ډېرى قربانيانو مړي نه دي موندل شوي او اټکل کېږي چې د مړو شمېر زيات شي.
ورته مهال د مرکزي بغلان د ولسي شورا مشر مفتي نصیراحمد وايي چې تر اوسه د دغه ولایت روغتون ته نږدې ۱۰۰ مړي لېږدول شوي دي.
بل خوا د بدخشان سیمهییزې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې پرون سېلاب لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي.
دغه راز شاوخوا ۲۰۰ کورونه، ۵۰ پلونه او پلچکونه، د برېښنا ۳۰ پایې، د ۵ دیني مدرسو ودانۍ او د ځايي اوسېدونکو څه باندې ۲ زره څاروي له منځه تللي دي.
ها خوا په تخار کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت په نمکاب، فرخار، اشکمش، چال او کلفګان ولسوالیو کې سېلابونو لږترلږه د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی.
په تخار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر احمدسییر ساجد وايي چې جمعه د غويي پر ۲۱مه شپه مهال د سېلابونو له کبله د چال، فرخار، اشکمش، نمکاب او کلفګان ولسوالیو په ځینو برخو کې لسګونه استوګنیز کورونه نړیدلي او همداراز سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
ورسره جوخت په هرات کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم شنبه د غويي پر ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې سېلابونو د يو اووه کلن ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ د درېیو ژوند اخیستی دی.
د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په «شاهبیدک» کلي کې هم پرون ماښام یو ۷۳ کلن سړی د سیېلاب راوتلو پېښه کې مړ شوی دی.
د يادونې ده چې له تېرې ورځې راهيسې د هېواد یو شمېر ولايتونه د قوي ورښتنونو له کبله د ځپونکو سېلابونو شاهدان دي.
اړوندې لیکنې :
- د روغتیا نړیوال سازمان په یوه میاشت کې له شاوخوا ۳۴۴ زرو کسانو سره مرسته کړې
- پکتیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
- د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل شوی دی
- له ازبکستانه د هېواد ۱۱ ولایتونو ته وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شوه
- د هېواد په درېیو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله یوه نجلۍ مړه شوې او ۴۰ کورونه ویجاړ شوي
- ډبلیواېفپي: که د اړتیا وړ بودیجه برابره نه شي په افغانستان کې به د وږو کسانو شمېر زیات شي