په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان کړي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي چې دا پېښه سهشنبه د غويي پر ۱۸مه د ماسپښين شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده.
د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې د شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس کلي کې یو «سراچه» موټر سیند ته وغورځېد.
د کامګار په خبره، په مړو کې یوه ښځه، یو ماشوم او درې نارینه دي.
له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته ترافیکي پېښو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- په ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي
- په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي
- د کندهار-هلمند پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٢١ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شول
- په کندهار او بغلان کې ټرافيکي پېښو درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړي
- په غزني کې يوې ترافیکي پېښې ۲۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله
- په لغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله اووه کسانو ژوند بایللی