په کندهار کې سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی.
سرچینو ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا نجونې د اوبو له یو بنده د اوبو راخیستلو هڅې پرمهال ډوبې شوې دي.
سرچینې زیاتوي چې په دې بند کې یوه بله ځوانه نجلۍ هم ډوبه شوې وه؛ خو د سیمې اوسېدونکو له خوا ژغورل شوې ده.
د روان کال د وري پر ۲۴مه هم په کندهار کې درې ځوانان په دوو جلا پېښو کې د ډوبېدو له کبله مړه شول.
اړوندې لیکنې :
- له بوډا سره جبري نکاح؛ په کندهار کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه وکړه
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی
- طالبان: په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي
- یو افغان ځوان چې له بېوزلۍ تښتېدلی و په بلغاریا کې د اوبو ښکار شو
- په هرات کې د يوې ځوانې نجلۍ سوځېدلی مړی موندل شوى
- په لوګر کې یوې ځوانې نجلۍ او ورېنداریې ځانوژنه وکړه