د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله نوی ۶۳م درې میاشتنی راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د سیګار په اېکسپاڼه کې خپور شوی، راغلي چې په تېرو شاوخوا دوهنيمو کلونو کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو کچه ۱۷.۱۹ ميليارده ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې څارونکې ادارې یادونه کړې چې په دې شمېر کې له ۲.۸۰ ملیارد ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې، ۳.۵ ملیارده د افغانستان اماني صندوق ته لیږدول شوي پیسي هم شاملې دي.
سربېره پر دې، د سیګار د راپور پر بنسټ، د دې مرستو بله برخه د امریکا د دفاع وزارت ۵.۳۶ میلیارده ډالره د افغانستان له خلکو سره د مرستو، پراختیایي پروژو او په دغه هېواد کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې دي او همداراز ۵.۵۳ میلیارده ډالره د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ته ځانګړې شوي دي.
د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا کانګرېس ته په یوه لیک کې دا هم ویلي چې د دغه سازمان راتلونکی میاشتنی راپور به په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت تمرکز وي.
نوموړي دغهراز په افغانستان کې د امریکايي قراردادیانو له خوا د ۳۲۹ زره ډالرو د مشکوک لګښت د کشف خبر هم ورکړی او د مالي مرستو د بهیر پر شفافیت یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو په وار وار هېوادوالو نیوکې کړې دي.
تر دې وړاندې د معترضو ښځو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له امریکا غوښتي وو چې پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې دمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پټېل ويلي و چې هېواد يې د خپلو ملي ګټو د خونديتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.
اړوندې لیکنې :
- اوچا وایې افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې
- د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک پروسږکال ۵.۲ میلیارده مندرس بانکنوټونه سوځولي
- امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه
- جاپان له افغانستان سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي
- د امریکا نوې تګلاره؛ واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قونسلګري خدمتونو بیاپیل…
- نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي