سیمهییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسلهوالو په کندهار ولایت کې یو کس پر ډزو ویشتی چې په ترڅ کې یې هغه ژوند بایللی دی.
سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه شپه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په «پوپلشاه» بازار کې شوې ده.
وژل شوی کس عطامحمد نومېده او د یوې لارۍ چلوونکی و.
تر اوسه د دې سړي د وژنې لامل نه دی معلوم.
د کندهار د طالبانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه منلې او په هکله یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو او هدفي وژنو شمېر ډېر شوی دی.
د تېرکال د لړم پر ۷مه هم ناپېژاندو وسلهوالو په کندهار کې يو کس وواژه.
اړوندې لیکنې :
- ناپېژاندو وسلهوالو په فراه کې یو سړی په ډزو وواژه
- ننګرهار کې د جنايي پېښو دوام؛ ناڅرګندو وسلهوالو یو سړی په ډزو وویشت
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ ناپېژانده وسلهوالو په غور کې یو سړی وواژه
- د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسلهوالو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه
- هېواد کې د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په ننګرهار کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس وژلی